Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فاریاب د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
. . .
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د میمنې ولایتي روغتون ۲۰۰ کارکوونکو د ولایت مقام ته د یوې عریضې په کولو سره، دغه روغتون ته د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت کړی او ویلي، دغې موسسې د دوی ۲۰ سلنه معاشونه کم کړي او د دوو میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړي.
د فاریاب اوسېدونکې ۱۷ کلنه زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې له کاغذ او کارتن څخه په استفادې ځیني نوښتونه کړي، له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
د فاریاب پولیس د هغه ۶ کلن ماشوم د جسد له موندلو خبر ورکوي چې اووه ورځې مخکې د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالۍ په غذاري کلي کې ورک شوی و او وايي چې د دې قضیې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د فاریاب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره روږدې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره یې په میمنې ښار کې ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د فاریاب امنیتي مسوولین وایي، د هغه شپون ۶۹ پسونه چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې وژل شوی و، له دوو ماشومانو – چې اووه کلن او نهه کلن دي – ترلاسه شوي دي.
د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي د لومړنیو توکو بیو له لوړوالي، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتون او د څارویو خوراکي توکو له کمښته شکایت لري، له حکومت او مرستندویو بنسټونو د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.
د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د سړک غاړې لیلامي پلورونکي د خپلو توکو د پلور له بازاره خوښي څرګندوي، وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د لیلامي توکو د پېرېدونکو شمېر ډېر شوی دی.
د فاریاب سیمهییز مسوولین وايي، د شدیدې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لارې د ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.
د فارياب سيمهييزې سرچينې په دغه ولايت کې په جلا پېښو کې د درېيو کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، د يادو پېښو په تړاو د يوې ښځې په ګډون څلور کسان نيول شوي هم دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن