میمنه (پژواک، ٢٥ سلواغه ١٤٠١): د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي د لومړنیو توکو بیو له لوړوالي، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتون او د څارویو خوراکي توکو له کمښته شکایت لري، له حکومت او مرستندویو بنسټونو د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.

هغوی پژواک خبري اژانس ته په ټیلېفون کې وویل، د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښار او کوهستان ترمنځ مواصلاتي لار له درېيو مياشتو راهيسې د واورې له امله بنده ده او له ميمنې تر لولاش پورې د يو من وزن د لېږد کرایه له ۱۵۰ تر ٢٠٠ افغانیو او د یوه کس کرایه ۲۵۰۰ افغانۍ ده.

د لولاش يو مخور مخدوم محمد طارق پژواک ته وويل، له درېيو مياشتو راهيسې د کوهستان او ميمنې ښار ترمنځ لاره د واورې له امله تړل شوې او د خوراکي توکو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي، په کلینیک کې درمل نشته که وغواړي سخت ناروغان د اس په وسیله میمنې ښار ته ولېږدوي، په لاره کې د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه، تېره ورځ د سړې هوا له امله يو قومي مشر په لار کې ژوند له لاسه ورکړ او تېر کال هم د يوې کورنۍ څلور غړي د يوه ناروغ لېږدولو پر مهال په واورو کې ایسار شوي وو خو له درې اونيو وروسته يې جسدونه وموندل شول.

د لولاش بازار يو هټۍوال غلامغوث وايي، وروسته له هغه چې د دې ولسوالۍ او ميمنې ښار ترمنځ لاره د موټرو پر مخ بنده شوه، نو یو من وزن د مرکب په وسیله په ۲۰۰ افغانۍ لېږدوي او دوی مجبور دي پر هغه توکو چې پلوري یې، محاسبه یې کړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله وويل، پرون يې د ولسوالۍ له بازاره يوه ۵۰ کيلويي بوجۍ اوړه په ۲۹۰۰ افغانۍ، پنځه لېتره غوړي په ۸۵۰ افغانۍ او يو کيلو بوره په ٩٠ افغانۍ پېرلي چې د مخکې په پرتله نرخونه خورا لوړ شوي دي.

د کوهستان لارې یو موټرچلوونکی خلیفه کرزی وايي، درې میاشتې کېږي چې هیڅ موټر تګ راتګ نه شي کولای.

دغه راز د لولاش جامع کلينيک امر ډاکټر غلام رسول هم وايي، چې له درېيو مياشتو راهيسې د درملو له کمښت سره مخ دي.

هغه وويل، پخوا به د ورځې له ١٠٠ څخه تر ١١٠ پورې ناروغان د روغتيايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره دغه کلينيک ته ورتلل؛ خو د مواصلاتي لارې له تړل کېدو وروسته د مراجعینو شمېر نږدې ۲۰۰ تنو ته رسېدلی، چې دوی ورته د اړتیا وړ درمل نه لري.

د کوهستان ولسوال داملا خان شرین زبیر د ځایي اوسېدونکو شکایتونه مني او وایي، لار بنده ده، د خوراکي توکو بیې لکه وړه، غوړي، بوره او د څارویو خوراکي توکو بیې دو برابره لوړې شوې، په کلینیکونو کې لازم تجهیزات او درمل شتون نه لري.

زبیر دغه راز په کوهستان کې د مخابراتي خدماتو له نشتوالي هم شکایت کوي او وايي، په ټوله ولسوالۍ کې د افغان بېسیم یو انتن شته چې هغه هم ډېری وخت غیرفعال وي؛ د سیمې اوسېدونکو ته چې کومه ستونزه پېښه شي، نه شي کولی اړیکه ټينګه کړي.

نوموړي له ځایي حکومت او مرستندویه موسسو وغوښتل چې د خوراکي توکو، درملو او حیواني خوړو ور واستوي.

هغه دغه راز د فاریاب ټولګټو له ریاسته وغوښتل د کوهستان لارې پاکولو لپاره پر ځانګړې شوو پیسو اسونه وپېري او خلکو ته یې ورکړي څو د اړتیا پر مهال د ناروغانو لېږدولو او نورو بېړنیو کارونو لپاره ترې ګټه واخلي.

خو د فاریاب د ټولکټو ریاست د تدارکاتو مدیر انجنیر احمد فرید کوهي وایي چې هر کال له واورو د لارې پاکولو یا د کوهستان لارې ښکارېدو په موخه د نښو اېښودو لپاره شاوخوا ۴۵۰ زره افغانۍ ځانګړې کېدې او سږ کال یې هم په پلان کې نیولې او د خلکو له غوښتنلیکونو سره یې پلازمېنې ته استولی؛ خو وړاندیزونه تر اوسه منل شوي نه دي.

د فاریاب د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر عجبخان حمیدي د لولاش په کلینیک کې د درملو، طبي تجهیزاتو او مسلکي پرسونل کمښت تاییدوي او زیاتوي، یادې ستونزې له تېر کال راهیسې شتون لري، روغتیايي امکانات د نفوس ډېروالي له امله بسنه نه کوي.

حمیدي زیاته کړه، هڅه کوي څو درمل او طبي تجهیزات د خلکو اړتیاوو ته په کتو چمتو کړي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمسالله محمدي وایي، تېره ورځ د لولاش اوسېدونکو له ولسوال او ځایي مسوولینو سره ناسته درلوده چې د لارې بندېدو، خوراکي توکو او درملو کمښت، لوړو بیو او مخابراتي خدماتو نه شتون په اړه خبرې کړې دي.

محمدي زیاته کړه، ولسوال او ځایي مسوولینو د خلکو غوښتنلیکونه د ولایت له رهبرۍ سره شریک کړي څو شته ستونزو ته پر وخت رسیدنه وشي.

هغه زیاته کړه، د ولایت رهبري د خلکو غوښتنې او ستونزې له اړوندو بنسټونو او همکارو موسسو سره شریکې کړې او د هوارولو لپاره به یې اقدام وکړي.

کوهستان ولسوالي د میمنې ښار سوېل ته په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې پخوا د حاصل ورکولو لپاره یې د فاریاب ګودام بلل کېده.