ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زینب: د روضې بڼه مې جوړه کړه څو وښیم چې نجونې هم د انجنیري کارونه کولای شي

زینب: د روضې بڼه مې جوړه کړه څو وښیم چې نجونې هم د انجنیري کارونه کولای شي

author avatar
19 Mar 2023 - 19:37
زینب: د روضې بڼه مې جوړه کړه څو وښیم چې نجونې هم د انجنیري کارونه کولای شي
author avatar
19 Mar 2023 - 19:37

میمنه (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د فاریاب اوسېدونکې ۱۷ کلنه زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل‌ کېدو وروسته یې له کاغذ او کارتن څخه په استفادې ځیني نوښتونه کړي، له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

زینب تغاچي د میمنې ښار د «ستاره عالي لېسې» یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده چې تر دې مهاله د ټولګي اول‌نمره پاتې شوې ده.

هغې له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل‎کېدو یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی و خو هڅه یې وکړه چې له رامنځته شوو ستونزو سره مبارزه وکړي او په دې موده کې یې د خپلو درسونو تکرارولو ترڅنګ نقاشي او د لاسي صنایعو جوړولو ته هم مخه کړې ده.

زینب په دې وروستیو کې توانېدلې څو له کاغذ، کارتن، مریو او کروپ څخه په استفادې په مزارشریف کې د حضرت‌علي د روضې نما جوړه کړي.

هغه وايي: «د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته مې کور کې ارام ونه کړ … په لږ امکاناتو مې له چارت، کارتن، رنګه قلمونو، مریو او له برقي ګروپونو په استفادې په درېیو میاشتو کې یو متر او ۸۰ سانتي‌‍متره اوږده او ۶۰ سانتي‌متره لوړه د روضې نما جوړه کړه.»

زینب خوښه ده، کومه موده چې له ښوونځي محرومه وه خو توانېدلې څو یو کار سر ته ورسوي او ښه لاسته راوړنه وکړي.

هغې زیاته کړه: «زموږ په ټولنه کې د انجنیري او معماري کارونه د نارینه‌وو اړوند ګڼل کېږي او فکر کېږي چې نجونې د انجنیري برخې او کار استعداد نه لري؛ خو د روضې د نما طرحې په جوړولو مې ثابته کړه چې الله (ج) نر او ښځې ته یو شان ذهن ورکړی، هر څوک د خپل استعداد له مخې کولای شي د خپلې خوښې په برخه کې زده‌کړې او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.»

زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل‌کېدو په اړه سخته اندېښمنه ده او پرانیستلو ته یې شېبې شماري وايي: «د علم زده‌کړه پر نر او ښځه فرض ده، د یو هېواد پرمختګ د نارینه او ښځینه وګړو له سوده زده‌کړې سره تړاو لري؛ خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل‌کېدو زما او د افغانستان د ټولو نجونو پر رواني وضعیت منفي اغېز کړی، زما او ټولو نجونو غوښتنه دا ده چې د نوي کال له پلېدو سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

زینب باوري ده چې خامخا به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل کېږي خو زیاتوي، د ښوونځیو تر پرانیستل کېدو هڅه کوي چې خپل درسونه له پلار، مور او په کورونو کې د جوړو شوو کورسونو له استادانو زده کړي، څو خپلو هغو موخو ته ورسیږي چې د راتلو لپاره یې ټاکلې دي.

هغه له نورو نجونو چې ښوونځې او پوهنتون ته له تلو بې‌برخې دي، وغوښتل چې ناهیلې نه شي او خپل درسونه په کورونو کې تکرار کړي.

د زینب ټولګيواله مرسل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړل کېدو له کبله  خفه ده وایي چې ډېر وخت له زینب سره وي او خپل درسونه لولي.

نوموړې هم له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره دې همهاله د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې پرانیزي.

مرسل د زینب په اړه وایي چې دا یوه با استعداده، زیارکښه او مهربانه نجلۍ ده او همېشه له هغې سره د درسونو په برخه کې همکاري کوي.

د زینب نیکه څارنوال عبدالله تغاچي پژواک ته وویل: «زینب یوه هوښیاره او ذکي نجلۍ ده، ۱۱ پرله پسې کلونو کې د خپل ټولګي اول نمره وه.»

هغه زیاته کړه، په هغو دوو کلونو کې چې زینب له ښوونځي لرې پاتې شوه، د دې ترڅنګ چې خپل درسونه هم وایي، په لږو امکاناتو یې د روضې نما جوړه کړه چې د ویاړ لامل یې شوه.

نوموړی وایي: «۱۴۰۰ کاله کېږي چې افغانستان د نړۍ یو ځانګړی اسلامي هېواد دی او ټول خلک یې مسلمانان دي، نو دغه اصل ته په کتو اسلامي امارت باید نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړي څو د علم په ترلاسه کولو سره هېواد د پرمختللو هېوادونو په قطار کې راولي.»

هغه وایي، د ده د لمسۍ زینب په څېر په هېواد کې زرګونه با استعدادې او نوښتګرې نجونې چې کورنیو یې د مزدورۍ او کالیو مینځلو له لارې په شخصي پوهنتونونو کې شاملې کړې وې، اوس د سواد له نعمته بې برخې او ناهيلې دي.

د ستاره عالي لېسې مخکنۍ مدیره ثریا احدي وایي: «ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، ښوونکي له زده‌کوونکو، زده‎کوونکي له ښوونکو خبر نه لري، کله چې خبره شوم چې زما یوې لایقې زده‎کوونکې د مزارشریف د تاریخي بنا نما جوړه کړې، ډېره زیاته خوشحاله شوم او راغلم چې له نږدې یې وستایم.»

هغې وویل، زینب د ټولګي اول‌نمره ده، له درس، رسامۍ او نقاشۍ سره ډېره لېوالتیا لري….خو د ښوونځيو تړل کېدو ناهیلې کړې ده.

ثریا احدي د کانکور راتلونکې ازموینې ته اشاره وکړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې په دې ازموینه کې دې نجونې هم شاملې کړي؛ ځکه چې ټولنه ښځينه وو ډاکټرانو، قابلو، ښوونکو، څارنوالانو او اقتصاد پوهانو ته هم اړتیا لري، د ښځې له ګډون پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی.

د یادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو ته له تلو منع شوې او د روان کال په لېندۍ میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر ثاني امره وځنډول شوې.

که څه هم سرپرست حکومت په ځلونو ویلي چې د یوې خوندي فضا په رامنځته کولو سره به نجونو ته پوهنتونو او ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړل شي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې نجونې به کله خپل دغه حق ته لاسرسی ومومي.

Visits: 427

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.