Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روان کال په ژمي کې په هېواد کې کمسارې يخنۍ د لسګونو کسانو ژوند واخیست او زرګونه څاروي يې هم له منځه یووړل؛ عبدالسلام او عبدالباقي په بادغيس ولايت کې د دغې یخنۍ دوه قربانيان دي چې کورنۍ يې د سختې بېوزلۍ او سږنۍ يخنۍ کیسه کوي.
د بادغیس ځيني سینماګران له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي؛ بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایي، هغوی چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي ملاتړ یې کوي.
په بادغیس کې یو شمېر درملپلورونکي د ډاکټرانو له خوا پر شفري نسخهلیکنې نیوکه کوي او وایي، دا چاره حتی د ناروغانو د ژوند په بیه تمامېدلای شي.
بادغیس کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د دوو ځوانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر کتابپلورونکي د کتابونو د پلور بازار کمرنګه کېدو خبره کوي؛ خو کارپوهان وایي چې له کتابونو څخه استفاده نه کول د ټولنې د وروسته پاتېوالي لامل ګرځي او ناوړه پایلې لرلی شي.
په بادغیس ولایت کې ځیني معلولین چې کافي سواد او تحصیلي اسناد هم لري، د سختو کارونو ترسره کولو کې خپلې ناتوانۍ ته په اشارې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوی.
په بادغیس کې ځيني مالداران د هوا په سړېدو سره د خپلو څارویو د له منځه تلو او د زیانونو اوښتو خبر ورکوي وایي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، ډېر څاروي به یې له منځه لاړ شي.
قلعۀنو (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت قادس ولسوالۍ د پوهنې امر او ورور یې د ناپېژندو وسلهوالو له
قلعۀنو (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې اوومې خصوصي سیمهییزې راډیو فعالیت پیل کړ. د دغې راډيو
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شري ناروغۍ پېښو د درې برابره لوړېدو خبر ورکوي او د دغې ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل ترڅنګ، له کورنیو غواړي، څو خپل له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ ماشومان واکسین کړي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سونتوکو له لوړې بیې شکایت کوي او وايي، تراوسه یې د ژمي لپاره سونتوکي نه دي اخیستي.
په بادغیس ولایت کې کارګر د کار له نشتوالي شکایت لري او د کاري زمینې برابرولو په برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي؛ چارواکي د بېکارۍ ستونزې په تاییدولو سره وايي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت هڅه کوي څو بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP