ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کم‌سارې یخني؛ عبدالسلام او عبدالباقي د بادغیس دوه اوسېدونکي چې یخنۍ ترې ژوند واخیست

کم‌سارې یخني؛ عبدالسلام او عبدالباقي د بادغیس دوه اوسېدونکي چې یخنۍ ترې ژوند واخیست

author avatar
11 Feb 2023 - 18:13
کم‌سارې یخني؛ عبدالسلام او عبدالباقي د بادغیس دوه اوسېدونکي چې یخنۍ ترې ژوند واخیست
author avatar
11 Feb 2023 - 18:13

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د روان کال په ژمي کې په هېواد کې کم‌سارې يخنۍ د لسګونو کسانو ژوند واخیست او زرګونه څاروي يې هم له منځه یووړل؛ عبدالسلام او عبدالباقي په بادغيس ولايت کې د دغې یخنۍ ‎دوه قربانيان دي چې کورنۍ يې د سختې بې‌وزلۍ او سږنۍ يخنۍ کیسه کوي.

سږ کال د سړې هوا څپې پر ټول افغانستان خپرې وې ‎او بادغیس ولایت هم ترې په امن پاتې نه شو؛ په بادغیس کې د سیمه‌ییزو چارواکو د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې د یخنۍ له امله ۱۹ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۶ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

د پژواک سيمه‌ييز خبريال د روان ژمي د قربانيانو او زیانمنو د وضعيت په اړه د راپور چمتو کولو په موخه قادس ولسوالۍ ‎ ته تللى او له يو شمېر اوسېدونکو سره يې خبرې کړې دي.

د قادس ولسوالۍ د «زاد صالح» کلي اوسېدونکی ۷۰ کلن عبدالباقي د شپې له خوا هغه مهال له کوره وځي ‎چې د حرارت درجه د سانتي ګراد په کچه منفي ۲۶ وه او د همدې سړې هوا له امله یې یخ وهي.

د عبدالباقي مېرمنې تازه‌ګل له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، کله چې د شپې نیمايي کې ‎له خوبه راويښېږي او لیدلي یې چې خاوند یې نشته، له کوره بهر وتلې او د خپل خاوند له نيم‌ژاوندى جسد سره مخ شوې ده.

د تازه‌ګل په خبره، خاوند یې ‎له بې‌وزلۍ ځورېده او د کور ګرمولو لپاره یې هم څه نه درلودل.

د عبدالباقي کشر ورور نظام‌الدین هم دغه جریان داسې بیان کړ، ‎کله یې چې وریندار له ده سره په اړیکه کې شوه، ځان یې د هغې کور ته ورساوه او ‎عبدالباقي یې ډاکتر ته روان کړ.‎

د نظام‌الدين په وينا، عبدالباقي یخ وهلی و او ډاکتر ته د لېږد پر مهال یې په لاره کې ژوند له لاسه ورکړ.

هغه زیاتوي،‎ ورور یې دومره غریب و چې ان د کور ګرمولو لپاره د خپلو جامو سوځولو ته هم اړ شوی و.

د عبدالباقي ۱۰ کلنه لور مزين چې خپل پلار پسې ډېره خواشینې وه ‎او هره شېبه يې هغه يادوه ویې ویل، پلار يې سره له دې چې له ‎ بېوزلۍ ځورېده، خو هغه یې په ښوونځي او مدرسه کې شامله کړې وه.

دا یوازې عبدالباقي نه دی چې د سړې هوا قرباني شو، ۵۰ کلن عبدالسلام چې هغه هم د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی دی دغه یخنۍ ترې ژوند واخیست.

د عبدالسلام زوی عبدالله وايي، پلار یې د هرات ولایت په یوه بڼ کې بڼوال و، کله چې یې غوښتل له بادغیس نه هرات ته ولاړ شي، په لاره کې یخ وواهه او مړ شو.

د عبدالله په خبره، که څه هم ده او کورنۍ يې د پلار د تلو ‎مخالفت وکړ،  خو بېوزلۍ او ناچارۍ هغه اړ کړ چې په دې سړه هوا کې هم خپل کار ته لاړ شي.

هغه زياته کړه، بېکاري او بېوزلي د دې لامل شو چې پلار يې په دې سړه ورځ کې هم د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو پسې بل ولايت ته ولاړ شي.

د عبدالسلام مېرمن عيدي‌ماه وايي، اوس چې خاوند یې مړ شوی، د خوړلو لپاره څه نه لري او تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.

که څه هم د عبدالسلام او عبدالباقي کورنۍ د حکومت او مرستندويه بنسټونو د نه پاملرنې خبره کوي؛ خو د بادغيس ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست سرپرست مولوي باري‌داد صابر وايي، د دې پېښې له قربانيانو سره ‎نغدي او غېرنغدي مرستې شوې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست سرپرست په یاد ولایت کې د مړو شمېر ۱۹ کسان وښود او زیاته یې کړه، ۷ کورنۍ یې له نږدې لیدلې چې مرسته ورسره شوې او له پاتې نورو زیانمنو سره هم د مرستو پروګرام لري.

د بادغیس د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د شمېرو له مخې، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د انساني تلفاتو ترڅنګ، څه باندې ۲۶ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په ژمي کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو ‎د يخنۍ له امله د انسانانو او څارویو د تلفاتو راپورونه خپاره شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د وروستیو شمېرو له مخې چې څو ورځې مخکې یې خپرې کړې، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا له امله د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی او سخت مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.