ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس قادس ولسوالۍ د پوهنې امر او ورور یې وژل شوي

د بادغیس قادس ولسوالۍ د پوهنې امر او ورور یې وژل شوي

author avatar
24 Dec 2022 - 16:17
د بادغیس قادس ولسوالۍ د پوهنې امر او ورور یې وژل شوي
author avatar
24 Dec 2022 - 16:17

قلعۀ‌نو (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت قادس ولسوالۍ د پوهنې امر او ورور یې د ناپېژندو وسله‌والو له خوا وژل شوي دي.

د بادغيس امنيې قوماندانۍ وياند صديق‌الله صديقي پژواک ته وويل چې نن سهار د قادس ولسوالۍ پوهنې امر مولوي عبدالله عبيده چې له خپل ورور سره پر موټرسايکل د دې ولسوالۍ مرکز ته روان و، په «ششمني» سيمه کې د ناپېژندو وسله والو له خوا ډزې پرې شوې او وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د قادس ولسوالۍ د پوهنې امر شاوخوا ۵۰ کاله عمر درلود او ورور یې هم ملکي کس و.

که څه هم نوموړي د دې پېښې لامل او انګېزه په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه چې د دې پېښې عاملينو نيولو لپاره يې څېړنې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.