ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا په سړېدو سره د څارویو د تلف کېدو پېښې؛ بادغیس کې مالداران له حکومته دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

د هوا په سړېدو سره د څارویو د تلف کېدو پېښې؛ بادغیس کې مالداران له حکومته دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

author avatar
15 Jan 2023 - 19:15
د هوا په سړېدو سره د څارویو د تلف کېدو پېښې؛ بادغیس کې مالداران له حکومته دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي
author avatar
15 Jan 2023 - 19:15

بادغیس (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): په بادغیس کې ځيني مالداران د هوا په سړېدو سره د خپلو څارویو د له منځه تلو او د زیانونو اوښتو خبر ورکوي وایي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، ډېر څاروي به یې له منځه لاړ شي.

د سږني ژمي سړه هوا بې‌مخینې ده او دې سختۍ یخنۍ د بادغیس ولایت ځيني مالداران له جدي ستونزو سره مخ کړي او له امله یې څاروي تلف شوي دي.

د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ د خیرخانې سیمې اوسېدونکی ۵۰ کلن عبدالله وایي، له ۳۵ کلونو ډېره موده کېږي چې پر مالدارۍ بوخت دی او اوس له سلو ډېر پسونه لري.

نوموړي زیاته کړه، په وروستیو څو ورځو کې سخته یخني د هغه د ۱۲ پسونو د له منځه تلو لامل شوې او که وضعیت ته یې پاملرنه ونه وشي نو ټول څاروي به یې تلف او له منځه لاړ شي.

یو بل بادغیسی مالدار ۴۰ کلن محمد عمر چې له ۹۰ ډېر پسونه لري وایي، په وروستیو څو ورځو کې یې ۸ پسونه تلف شوي او پاتې نور هم د له منځه تلو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه هیڅ بنسټ ورسره نه مرسته او نه هم ورته پاملرنه کړې ده.

دغه مالدار له حکومته غواړي چې دوی ته رسېدنه وکړي څو د نورو څارویو د تلف کېدو مخه ونیول شي.

د بادغیس د  کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین، که څه هم مالدارانو ته د اوښتو زیانونو کره شمېره نه لري خو په دغه ولایت کې د څارویو د تلف کېدو خبره تاییدوي.

د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست محسن احسان پژواک اژانس ته وویل، دوی ولسوالیو ته د غځېدلو لارو بندېدو له امله نه دي توانېدلي چې تر اوسه مالدارانو ته د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات راټول کړي.

نوموړي له مالدارانو سره د کرنې ریاست د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د هغوی ستونزه یې له مرکزي مسوولینو سره شریکه کړې او له موسسو او مرستندویه بنسټونو سره یې هم له مالدارانو د ملاتړ برخه کې همغږي کړې ده.

مالدارانو ته دغه زیانونه په داسې حال کې اوړي چې په وروستیو ورځو کې د بادغیس هوا بې مخینې سړه شوې او د سانتي ګراد په کچه تر منفي ۲۵ درجو رسېدلې وه.

Visits: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.