ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس خلک د ژمي په رسېدو د سون‌توکو بیو له لوړوالي شکایت لري

د بادغیس خلک د ژمي په رسېدو د سون‌توکو بیو له لوړوالي شکایت لري

author avatar
26 Nov 2022 - 18:35
د بادغیس خلک د ژمي په رسېدو د سون‌توکو بیو له لوړوالي شکایت لري
author avatar
26 Nov 2022 - 18:35

قلعه‌نو‌ (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سون‌توکو له لوړې بیې شکایت کوي او وايي، تراوسه یې د ژمي لپاره سون‌توکي نه دي اخیستي.

د بادغیس اوسېدونکي په ژمي کې د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له لرګيو، د ارې بور، ډبرو سکرو، د پستې له پوټکي او اوبلن ګاز څخه استفاده کوي.

د یاد ولايت د اوسېدونکو په وينا، مخکې د یو خروار لرګیو بيه ۷ زره افغانۍ وه، خو اوس دا کچه شاوخوا ١٢زره افغانيو ته رسېدلې ده او دغه‌راز مخکې به یو من د ډبرو سکاره په ٦٠ افغانۍ، خو سږ کال په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دوی وايي، په تېرو کلونو کې د یو پلاستیک وښو بیه ۳۵۰ افغانۍ وه، خو اوس ۷۰۰ ​​افغانیو ته رسېدلې ده.

د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي علي‌احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د ژمي په رانږدې کېدو سره د سون‌توکو بيې لوړې شوې او دوى يې د پېرلو توان نه لري.

د نوموړي په خبره، د دغه ولايت د ډېرى اوسېدونکو اقتصاد کمزورى دى او د سون‌توکو د بيو لوړېدو، خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه له حکومتي چارواکو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او د سون‌توکو د بیو لوړېدو مخه ونیسي.

هغه زياته کړه: «د بادغيس د خلکو اقتصاد کمزورى دى، موږ نه شو کولاى چې د سون‌توکي لکه د پستې پوست، لرګي او نور واخلو.»

د قلعه‌نو بل اوسېدونکى سيد عبدالجليل وايي، سږ کال د خوراکي توکو د بيو ترڅنګ، د سون‌توکو بيې هم د پام وړ لوړې شوې دي.

نوموړی زياتوي، خلک د سون‌توکو پېرلو وس نه لري او د ژمي موسم په نږدې کېدو دی.

هغه له حکومته داسې غوښتنه کوي: «هره اوونۍ څلوېښت ميليونه ډالر هېواد ته راځي؛ ولې د خوراکي او سون‌توکو بيې نه راټيټوئ، که وضعيت همدا ډول دوام وکړي، خلک به په ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.»

په ورته مهال، په بادغيس کې د لرګیو یو پلورونکى حاجي عبدالوهاب سادات تاييدوي چې د تېر کال په پرتله سږ د سون‌توکو بيه د پام وړ لوړه شوې ده.

سادات زیاتوي، سږ کال د وچکالۍ له امله لږ سون‌توکي بازار ته عرضه شوي او خلک هم د پېرلو لپاره یې څه نه لري.

سادات وويل: «په تېرو کلونو کې د یو من لرګیو بيه ٨٠ افغانۍ وه، سږ کال دغه بیه ١٢٠ افغانيو ته لوړه شوې او خلک هم د هغه د پېرلو لپاره پيسې نه لري.»

له دې ټولو سره سره، د قلعه‌نو ښاروالۍ اداره که څه هم د سون‌توکو د بيو لوړوالى تاييدوي خو وايي، وچکالي د دې لامل شوې چې خلک په کافي اندازه سون‌توکو ته لاسرسی ونه لري.

د قلعه‌نو ښاروال مولوي نظرمحمد وثيق له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د ښاروالۍ، امنيې قوماندانۍ، ولايت مقام او نورو اړوندو ادارو یو ټیم تل د بازار نرخونه څاري او اجازه نه ورکوي چې نرخونه له دې لوړ شي.

د قلعه‌نو ښاروالۍ سرپرست زياته کړه: «وچکالي او په شاوخوا سيمو کې د لرګيو کمښت د دې لامل شوى چې د سون‌توکو بيې له لسو تر شل افغانيو لوړې شي چې دا طبیعي ده، خو موږ د بيو څارنې لپاره يو ټيم جوړ کړى څو اجازه ورنه کړي چې نرخ نور هم لوړ شي.»

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.