Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بادغیس کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دهشکې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.
بادغیس کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د درغلۍ او نشهیي توکو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.
غور کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په تیوره او پسابند ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د «ومان» بوټي راټولولو او پلور په تړاو ۱۹ کسان نیول شوي دي.
د غور امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د «شورابک» کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پرلهپسې وچکالیو له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی چې له امله یې په ماشومانو کې د نسناستي په څېر ناروغۍ ډېرې شوې دي.
بادغیس کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سلو مالدارانو ته د څارویو ۳.۵ مټریک ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو اړوند یو موټرچلوونکی د هغې ترافیکي پېښې په تړاو چې دوه ماشومانې پهکې مړې شوې وې، نیول شوی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په غور او بادغیس ولایتونو کې سیمهییزې سرچینې د څه باندې ۱۱ کیلوګرامه نشهیي توکو د کشف او ضبط او د خلکو د ځورونې او نشهيي توکو د قاچاق په تور د پنځو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰ ورزشکارانو په ګډون «د همدردۍ او دوستۍ جام» په نوم د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې.
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو د چارو له پیله خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP