Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان ټپیان کړي

فېروزکوه (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): بادغیس کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دهشکې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه پرون (سه‌شنبه) مازدیګر د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په «قروتو» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «پرون درېیو ماشومانو په دښته کې د پسونو څرولو پر مهال د دهشکې یوه ناچاوده مرمۍ پیدا کړې وه او اور ته یې اچولې وه چې چاودنه یې کړې او درې‌ واړه ماشومان یې ټپیان کړي دي.»

سرچینې وویل چې ټپي ماشومان د درملنې په موخه د بالامرغاب ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

له تېرو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم په هېواد کې د خلکو، په ځانګړې توګه د بزګرانو او مالدارانو ژوند ته لوی ګواښ دی او وخت ناوخت یې د ژوند اخیستو او ټپي کېدو لامل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.