Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د «ومان» راټولولو او پلور په تړاو ۱۹ کسان نیول شوي

فېروزکوه (پژواک، ‌۲۹ زمری ۱۴۰۴): د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د «ومان» بوټي راټولولو او پلور په تړاو ۱۹ کسان نیول شوي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د نورک حوزې د پولیسو په کشفي عملیاتو کې د ومان بوټي راټولولو او پلور په تور ۱۹ کسان لاس‌ په ‌لاس نیول شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې له نیولو شوو کسانو څه باندې زر کیلوګرامه ومان ترلاسه او سوځول شوي دي.

هغه دغه راز وویل چې نیول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي او دوسیې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.