ژبه

غور او بادغیس کې د بېلابېلو جرمونو په تور پنځه کسان نیول شوي

فېروزکوه (پژواک،‌ ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): په غور او بادغیس ولایتونو کې سیمه‌ییزې سرچینې د څه باندې ۱۱ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د کشف او ضبط او د خلکو د ځورونې او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د پنځو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د امنیې قوماندانۍ د دویم سمت کشفي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د فيروزکوه ښار په اخته‌خانه کلي کې د نشه‌يي توکو دوه قاچاق‌کوونکي نیولي دي.»

هغه زیاته کړه له نیول شوو کسانو سره یو موټرسایکل او ۱۱.۵ کیلوګرامه «ایف» نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې نیول شوي کسان تر څېړنې لاندې دي، دوسیې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د یوه بل خبر له مخې، د بادغیس امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو هم د غلا، د خلکو د ځورونې او د نشه‌يي توکو د قاجاق په تور درې کسان نیولي دي.

د باغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په یو لړ کشفي عملیاتو کې د قعله‌نو ښار اړوند څلورمه حوزه کې څلور کسان چې په غلاوو، د نشه‌يي توکو په استعمال او د خلکو په ځورولو کې یې لاس درلود، نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې له دغو کسانو یوه تومانچه، یو چاقو او یو شمېر نور وسایل ترلاسه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، له لومړنیو پلټنو وروسته به د یادو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ورته موضوع