Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د چک جمهوریت شماللوېدیځ کې په یوه رسټورانټ کې د ګازډبې چاودنې شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان کړي دي.
افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې د ډېرېدو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د لار نقشې د لاسلیکولو، د ترانزیټي لګښتونو کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو په اړه خبرې کړې دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونو کې ۳۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبرې کړي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
د کابل ښاروالي وايي چې د پغمان ولسوالۍ پخواني سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې د ۱۱۷ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
نیکولاس مادورو په داسې حال کې د درېیم ځل لپاره د ونزویلا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړه چې متحده ایالاتو د هغه د نیولو جایزه له ۱۵ څخه ۲۵ میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده.
د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د دغه وزارت یوه پلاوي د سعودي عربستان په مکه معظمه ښار کې له یوه شرکت سره د حج بهیر کې د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت د خپل هېواد امنیت او ثبات د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی بولي او خپلې ملي ګټې د سیمې په امنیت کې ویني.
د راپورونو له مخې، د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه او ۱۸۸ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغمږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۵،۸ میلیون افغانان بېړنیو سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP