Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۴ نور افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د کابل سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د څلورو ماشومانو د سوء شکل هډوکو پېچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روان لمریز کال په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۱ زره ۵۶۷ کسان په دولتي او ۹۸۰۹ کسان په خصوصي سکټورونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق په افغانستان کې د میندو، ماشومانو او ځوانانو د روغتیايي ملاتړ لپاره د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له ۱،۵ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.
راپورونه وايي چې په غزه کې د اوربند ټينګولو او د يرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره هوکړه نږدې شوې او د امریکا ولسمشر بیا وايي، د اوربند تړون د پلي کېدو په درشل کې دی.
د کابل ښاروالي وايي چې د ښار د دولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړک او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وایي چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۶ میلیون امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.
د ا.ا یو شمېر چارواکو د کابل له پولېتخنیک پوهنتون څخه د محصلینو فراغت غونډه کې ویلي، افغاني ټولنه دیني او عصري علومو او د هرې برخې مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې دغه هېواد ته د افغانانو د تګ راتګ او هلته د کډوالو د ستونزو حل برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې له یوه شرکت سره یې په هرات ولایت کې د دوو ذخیروي بندونو د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان بانک وايي چې کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانۍ او نورو اسعارو اړتیاوې پوره کوي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۴۵ افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP