په افغانستان د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې په بلخ ولایت کې د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې لپاره ۵۰ بستریز روغتیايي مرکز پرانیستل شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۰ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړ چې په ترڅ کې به یې ۵،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تېره اونۍ د فراه او هرات ولایتونو له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ګرځول شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې ۴۵۲ زره او ۳۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲۳۵۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر «عبادتکوونکو» برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د ۴۱۵ میلیارده افغانیو په پانګونې سره د ۲۱ ستر مقیاس کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي.
د اسلامي امارت چارواکو په غزني ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او د هرې موضوع پر وړاندې مسوولانه چلند کوي.
د مالیې وزارت وايي، افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو پروسه پیل شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې له هرې ممکنې لارې د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اوسپنيز کانکریټي پله د بیارغولو چارې بشپړې شوې.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال په افغانستان کې د ترکیې سفارت له سلاکار سره د نشهیي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې او بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو خبرې وکړې.