د ۷۷ ترکي شرکت مشر د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، د اړوند وزارت د هوکړې په صورت کې غواړي په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ترکي شرکت سره د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمې د سمنټو پروژې تړون د ۱۶۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.
دوحه کې د افغانستان سفارت وايي چې د افغانستان او قطر هېوادونو ترمنځ د پروازونو په برخه کې هوکړهلیک لاسلیک شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د پکتیا په سیمهییز روغتون کې د نږدې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بېړنیو پاملرنې څانګې یا (ICU) ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د کوزڼ ضد (پولیو) واکسین درې ورځنی فرعي کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۶،۲ میلیون ماشومان واکسین شي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوال کلتوري سازمانونه او هېوادونه دې د افغانستان فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب کې همکاري وکړي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې له یوې موسسې سره یې د څه باندې دوه میلیون او ۱۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د اسلامي امارت د مشرتابه په یوه فرمان کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند د کابل – لوګر سړک په اوږدو کې د بیني حصار له سیمې د ستانکزي تر څلورلارې او له یادې څلورلارې د بګرامیو تر نساجي د نښلوونکي سړک جوړولو چارې د ۳۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دوو شرکتونو د غزني – کندهار پنځو سبسټېشنونو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د روان زېږدیز کال په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستانه بهر ته د شاوخوا ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافېر ویلي، لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام پلوی دی او «د بریټانیا حکومت په خپل هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»