کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې له یوې موسسې سره یې د څه باندې دوه میلیون او ۱۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
له پېښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد هوکړهلیک تېره ورځ لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړهلیک دوه میلیون، ۱۳۲ زره او ۵۰۹ امریکایي ډالره ارزښت لري چې له مخې به یې د افغانستان په شمال، لوېدیځ او ختیځ ولایتونو کې پر ۴۸۲۰ کورنیو په نغدي ډول پیسې ووېشل شي.
له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي ویلي چې ټول موسسات او سازمانونه باید افغان ولس ته اساسي کار وکړي، څو ولس ورسره هوسا واوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP