د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ازبکستاني شرکت سره د جوزجان ولایت د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ او یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه او په لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالر پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې اسلامي امارت له ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي، خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر نه دی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعائر تر پښو لاندې کړي.