Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کرنې او صنعتي برخو کې د ځمکې لاندې له اوبو ناسمه استفاده او د تغذیوي سرچینو محدودېدل د دې لامل شوي چې روان لمریز کال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شي.
نن سهار د بلوچستان نوشکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر موټریز کاروان یو برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله جاپان څخه له ماتې خوړلو وروسته، خپله درېیمه دوستانه لوبه نن د بحرین له لوبډلې سره کوي.
په ابوظبي کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد دې له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) لوبو ته د چمتووالي په موخه نن دویمه تمریناتي لوبه له نیوزلېنډ سره کوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د صوبو له ۲۱ بېلابېلو سیمو په راټولو شوو چاپېریالي نمونو کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې تثبیت شوې دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د ملتان په یوه صنعتي سیمه کې د ګازو یوه ټانکر چاودنه کړې چې امله یې شپږ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې د لوګر، بدخشان، لغمان، تخار او دایکنډي ولایتونو له زندانونو ۱۵۲ بندیان ازاد شوي او د ۱۸۶ نورو د بند موده کمه شوې ده.
افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي د معلولینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې مرغومي میاشتې په ۲۲مه په کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د وزیر محمداکبر خان د کرکټ دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړیوالو شل اوریزه سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه زمبابوې ته وبایلله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP