کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله جاپان څخه له ماتې خوړلو وروسته، خپله درېیمه دوستانه لوبه نن د بحرین له لوبډلې سره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن د خپلو دوستانو سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه له بحرین لوبډلې سره کوي.
سرچینې ویلي، د افغانستان او بحرین لوبډلو ترمنځ لوبه نن د کابل په وخت د ماښام په اووهنیمو بجو پیليږي.
افغان لوبډلې له دې مخکې په لومړۍ دوستانه لوبه کې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه او پرون یې دویمه دوستانه لوبه جاپان ته وبایلله.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د کب په ۲۰مه ټایلېنډ ته تللې او هلته یادو سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه تمریناتي سیالۍ ترسره کوي.
ټاکل شوې چې ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په C ګروپ کې له ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا لوبډلو سره ولوبېږي.
د دغو سیالیو په A ګروپ کې ټایلېند، کویت، لبنان او هند، په B ګروپ کې جاپان، چین، سعودي عربستان او عراق او په D ګروپ کې عمان، بحرین، مالیزیا او ویتنام شامل دي.
د یادو ۱۶ ګډونکوونکو ټیمونو له ډلې به درې ټیمونه د ۲۰۲۵ نړۍوال جام ته لار ومومي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ به د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه په ټایلېنډ کې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP