د میدانوردګو ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د غزني ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست وایي چې د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمني حل او فصل شوه
د غزني امنیه قوماندانې وایي چې د دغه ولایت په مرکز یې درې کسان له ۱۵ کیلوګرامه نشهیي توکو (ښیښې) سره نیولي دي
د میدانوردګو ولایت امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه ماشومه د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوې او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د غزني ولایت مقام وایي، د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو د ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د دغه ولایت د مرکز په «علي لالا صاحب» سیمه کې د حکیم سنایي ښارګوټی امارتي تثبیت شو.
د غزني ښاروالي وایي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
د غزني ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د کونګ فو انتخابي سیالۍ پیل شوې.
د پوهنې وزارت وايي چې په غزني ولایت کې لسو ښوونځیو ته نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په میدانوردګو کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سړک غاړو او نورو پلورونکو له خوا په کراچیو کې د توکو د پلور په موخه د لګول شوو لاوډسپېکرونو غږونو خلک له ستونزو سره مخ کړي خو مسوولین وایي، د دې ستونزې مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس تېره شپه د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوی دی