Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار مخابراتو ریاست وايي چې سږ کال د دغه ولایت یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ۱۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو له لوري د ۵۹ کيلوګرامه نشهيي توکو قاچاق په تور ۱۱ کسان نيول شوي دي.
ننګرهار کې د سرې مياشتې ټولنې لسګونو بېسرپرسته کورنيو ته اوزې ووېشلې او د ځینو نورو وسایلو مرسته یې هم ورسره وکړه.
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوې پایې په نصبولو سره د لومړي ځل لپاره انټرنېټي خدمتونه پيل شول.
ننګرهار کې د شوکاڼي د استخراج او پروسس کاروباريان وايي، د شوکاڼي پر استخراج بنديز او د قراردادونو نه تمديد له امله یې فابریکې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، د ګمرک مسوولينو تورخم کې د درملو، قيمتي او نيمهقيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۷۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه شوه.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د روانې اونۍ له شنبې تر اوسه د دغه ولایت په یو شمېر ولسواليو کې ۷۰ جريب کوکنار اړول شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته – چې نجونې هم په کې شاملې دي – د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
د نورستان ټولګټو ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز پارون ته له کونړه غځېدلې لار چې د واورې له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښويېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د سرپناه او نورو برخو کې د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وايي چې د نورستان نورګرام ولسوالۍ ته مرستندوی ټيمونه لېږل شوي څو د غره ښویېدنې پېښه کې تر خاورو لاندې شوو کسانو په راایستلو کې همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP