Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار ولايت د کرنې رياست له لوري د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې په ۷،۶ میلیونه افغانيو لګښت د يوه سربند او کانال جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، د روغتيا نړۍوال سازمان سره په ګډه یې د جلالاباد ښار په چاپېريال کې د پوليو ويروس د معلومولو سروې پيل کړه.
ننګرهار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب د درېيو کورنيو ترمنځ ۶۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په ننګرهار کې د فوټبال فدراسيون له لوري د شپږو ولايتونو ترمنځ د فوټبال د اتلانو جام سيالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست چارواکي وايي چې د دې ادارې اړوند د زیتونو فابریکې له لوري د اچارو د پروسس لړۍ پيل شوه چې سږ کال به تر ۳۰ ټنه اچار تولید شي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د ګڼې ګوڼي د کمېدو لپاره د ترافيکي اشارو د فعالېدو غوښتنه کوي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د شپږنیم میلیونه افغانيو په لګښت د يوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پيل شوې.
ننګرهار کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې باران او سېلابونو پر ۷۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
د ننګرهار د عدليې رياست له لوري د دغه ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې ۱۵ موټرپلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله تړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP