Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت نازيانو ولسوالۍ کې د يوه پخواني ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رياست له خوا د واليبال رمضان جام شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د اروپايي ټولنې په مالي لګښت دوه حیواني کلینیکونه جوړ شول.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روژې میاشتې په راتلو سره د خوراکي او نورو توکو نرخونه لوړ شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت په درهنور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د ۵۰ سيمهييزو لوبډلو ترمنځ د ټېپبال کرکټ شپنۍ لس اوريزې سيالۍ پيل شوې.
ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، تورخم دروازه چې څلور ورځې وړاندې پاکستانيو چارواکو د ناروغانو پر مخ تړلې وه، نن يې يوازې د هغو سرطاني ناروغانو پرمخ بېرته خلاصه کړه چې شپږ میاشتني کارټونه لري.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، په تېرو نږدې ۱۵ مياشتو کې په دغه ولايت کې ۲۵۱۹ ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې يې ۱۲ مړه شوي دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ۸ ميليون او ۲۰۰ زره افغانيو په لګښت د يوه سړک او ویالو جوړېدو چارې پيل شوې.
په ننګرهار کې يو شمېر مالداران وايي، د څرځايونو کموالي، وچکالۍ او څارويو ته یې پر وخت د واکسين نه رسېدو له امله ورځ تر بلې څاروي کمیږي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د ۱۲ ميلیون افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن