Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي له مسوولو حکومتي چارواکو په ښار کې د هغو امنیتي کسانو پر ګرځېدو د بندیز غوښتنه کوي چې په شخصي لباس کې وسلې ګرځوي.
په خوست کې د کبانو فارملرونکي وايي، حکومت او مرستندويه بنسټونو له پامه غورځولي چې له امله يې فارمونه د سقوط لور ته روان دي.
خوست کې د يوه سوداګر د کورنۍ غړي ادعا کوي چې امنيتي کسانو يې پر کور عمليات کړي، خو مسوولین بيا وايي چې يادې کورنۍ غوښتل پر يوې بلې کورنۍ وسلهوال بريد وکړي چې مخه يې نيول شوې ده.
د خوست د ګمرک رييس وايي چې په تېرو لسنيمو مياشتو کې يې ۹ ميليارد افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي د سون لرګيو د بيو له لوړېدو شکايت کوي او وايي، د تېر کال په پرتله يې بيه له دوه برابره ډېره لوړه شوې ده.
د خوست ښاروال وايي چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې یې ١٤١ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي دي.
د خوست د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ په خلبيسات ښارګوټي کې د تازه مېوو او سبزیو پلورونکو لپاره نوی بازار جوړېږي.
د خوست يو شمېر زلزلهځپلې کورنۍ وايي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي.
د خوست روغتيايي سرچینې وايي، وړمه ورځ د دغه ولایت په مرکز کې یوې مېرمنې په یو ځل څلور ماشومان زېږولي او څلور واړه هلکان دي.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولين وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د جنګ دواړو غاړو يتيمانو او د شهيدانو وارثينو ته په مساوي ډول حقوق ورکول کېږي او ترمنځ يې هيڅ توپير نه کېږي.
د خوست د نادرشاه کوټ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي.
په خوست کې یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال له حکومته وغوښتل چې ولس دې سره یو موټی او پر ځان راټول کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP