ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د زمېڅې اوسېدونکي: سیمه کې مو هیڅ ښوونځی نشته، ماشومان مو له زده‌کړو محروم دي

د خوست د زمېڅې اوسېدونکي: سیمه کې مو هیڅ ښوونځی نشته، ماشومان مو له زده‌کړو محروم دي

author avatar
29 Mar 2023 - 12:08
د خوست د زمېڅې اوسېدونکي: سیمه کې مو هیڅ ښوونځی نشته، ماشومان مو له زده‌کړو محروم دي
author avatar
29 Mar 2023 - 12:08

خوست ښار (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د خوست د دوه‌منده ولسوالۍ د زمېڅې سیمې –چې شاوخوا دوه زره کورنۍ پکې ژوند کوي- ځيني اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې هیڅ ښوونځی نشته او ماشومان یې له زده‌کړو محروم پاتې دي.

دوی زياتوي، یادې سيمې ته د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال هیڅ کار نه دی شوی او د اوسني سرپرست حکومت مسوولينو هم هغه ډول چې لازمه ده، پاملرنه ورته نه ده کړې.

هغوی وايي، یاده سيمه له خوست ښار څخه ۸۰ کيلومتره لرې د غرونو په منځ کې پرته ده او د تګ راتګ لارې يې هم ډېرې خرابې دي.

د زمېڅې سيمې يوه قومي مشر حاجي کشمير خان پژواک اژانس ته وويل، د دغې سيمې هر پلار غواړي چې پر خپلو اولادونو تعليم وکړي، خو د ښوونځيو نشتوالي له امله ټول نالوستي پاتې دي.

هغه وايي: «زه خپل بچيان د دوه‌منده ولسوالۍ ښوونځي ته وړم، سل افغانۍ صرف د ورځې د موټر کرايه ورکوم؛ ډېره مجبوري ده، دلته هېڅ مکتب نشته، د چا چې وس وي هغه يې په موټر کې وړي، د چا چې وس نه وي دغسې مکتب ترې پاتې وي.»

د سيمې يوه بل اوسېدونکي يونس ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې د تېر حکومت پر مهال دوی څو ځله د ښوونځيو جوړېدو غوښتنه کړې، خو چا پرې غور ونه کړ.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، مسوول حکومتي چارواکي بايد د دوی غوښتنې واوري؛ ځکه چې د ښوونځيو شتوالي له امله ماشومان يې بې‌سواده لوېږي.

نوموړی زياتوي: «زموږ هلکان بيخي بې‌تعليمه ستر شول، له دې ځايه چې موږ هلکان مکتب ته لېږو ډېر مصرف پرې کېږي، ته بايد شخصي موټر ورته ولرې او په هغه کې يې بايد يوسي او تقريباً تر شلو کيلو مترو پورې بايد ته لاړ شې او هلته په هلکانو مکتب ووايې.»

په همدې حال کې، يو مدني فعال قاضي احمد ببرکزی وايي چې د زمېڅې ترڅنګ د خوست ولايت په يو شمېر نورو لرو سيمو کې هم ځينې داسې ساحې شته چې هېڅ ښوونځي نه لري.

هغه له پژواک سره په خبرو کې له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته دې جدي پام وکړي، څو نوی نسل له تعليمه بې‌برخې پاتې نه شي.

نوموړی وايي: «ټولو لرو پرتو سيمو کې بايد پوښتنه وشي او هغه ساحې چې ښوونځي ته پکې اړتيا ته ده په نښه شي او په هغې باندې کار وشي. همدا ډول کوم ځای کې چې مکتب جوړېږي د سيمې خلک يې بايد ساتنه وکړي، څو نوی نسل ښه تربيه شي.»

بلخوا، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني هم مني چې د دوه‌منده ولسوالۍ د زمېڅې سيمه له هر پلوه وروسته پاتې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ښوونې او روزنې په برخه کې دوی پلان لري چې روان کال هلته د زده‌کړو ټولګي خلاص کړي، څو ورو ورو یاده سيمه د زده‌کړو له پلوه پرمختګ وکړي.

په همدې حال کې د خوست د پوهنې رياست د نشراتو مدير سيدکبير سنګين وايي، په یاده سیمه کې د ښوونځي نه جوړېدو ستر لامل د ځايي خلکو ترمنځ خپلمنځي رقابتونه دي.

هغه په دې اړه جزئيات ور نه‌کړل خو زياته يې کړه، په روان ښوونيز کال کې دوی پلان لري چې د ځينو مرستندويه ښوونيزو ادارو په مرسته هلته د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ کړي.

د خوست د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په روان ۱۴۰۲ ښوونيز کال کې به د دغه ولايت دولتي ښوونځيو ته ۲۹ زره ۱۱۰ زده‌کوونکي جذب شي چې له دې ډلې به ۸ زره ۶۷۶ یې نجونې وي.

د سرچينې په وينا، په روان کال کې به څه باندې لس زره کسان د سواد زده‌کړې په کليوالي ټولګيو کې هم شامل شي چې له دې ډلې به يې نيمايي نجونې وي.

Visits: 426

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.