ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کبانو روزونکي وايي، فارمونه یې له سقوط سره مخ دي

خوست کې د کبانو روزونکي وايي، فارمونه یې له سقوط سره مخ دي

author avatar
6 Feb 2023 - 11:57
خوست کې د کبانو روزونکي وايي، فارمونه یې له سقوط سره مخ دي
author avatar
6 Feb 2023 - 11:57

خوست ښار (پژواک، ۱٧ سلواغه ۱۴۰۱): په خوست کې د کبانو فارم‌لرونکي وايي، حکومت او مرستندويه بنسټونو له پامه غورځولي چې له امله يې فارمونه د سقوط لور ته روان دي.

د دغو فارمونو له ډلې يو هم د یاد ولايت د اسماعیل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ په شډل سيمه کې دی چې شاوخوا شل زره کبان لري.

د یاد فارم مسوول سيد انور پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو کبانو لپاره يې پر شاوخوا نيم جريب ځمکه د اوبو ډنډ جوړ کړی چې پايله يې تر ډېره مثبته ده.

هغه وويل، دې ته ورته ۱۱ نور ډنډونه يې هم درلودل، خو د حکومت او مرستندويه بنسټونو د نه پاملرنې له امله ترې وچ شول او اوس يوازې همدا يو ډنډ ور پاتې دی.

نوموړي له حکومت او موسسو غوښتنه وکړه چې د کبانو روزنې په برخه کې د لازمو وسايلو او خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

هغه وايي: «اوس هم الحمدالله دولت شته، د زراعت رياست شته، موسسات شته، که چېرې موږ سره همکاري وکړي، کولی شو موږ د دې يو فارم نه ټول خوست ته ماهيان ورکړو. که چېرې دوی همکاري ونه کړي زموږ کاروبار مکمل له سقوط سره مخ دی.»

شاکرالله يو له هغو کسانو دی چې په ياد فارم کې د جال په وسيله کبان نيسي او پلورلو ته يې برابروي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، خلک د خوست له بېلابېلو سيمو څخه ورځي او د ورځې په منځني ډول تر ۳۰ کيلوګرام پورې کبان پلوري چې کيلو په ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.

هغه زياتوي: «دا درې څلور کاله کېږي چې موږ دا کاروبار پيل کړی دی، ډېر اقتصادي کاروبار دی خو چې زمينه ورته مساعده وي.»

دغه‌راز د خوست مرکز اړوند په ډاب سيمه کې د کبانو فارم‌لرونکي منيرګل پژواک ته وويل چې پنځه کاله وړاندې يې دغه فارم جوړ کړی دی.

ده وويل، له دغه فارم څخه په منځني ډول د کال اووه سوه کيلوګرامه ماهيان بازار ته وړاندې کوي، خو ګيله یې دا ده چې تر دې مه ورسره هېچا د مسلکي کسانو په روزلو او نورو برخو کې مرسته نه ده کړې.

هغه وايي: «حکومت نه زموږ دا غوښتنه ده چې له موږ سره مرستې وکړي، موږ ته روزنه راکړي. خوست کې ماهيان ډېره ښه نيتجه ورکوي، ځيني فارمونه دي چې سقوط خواته روان دي، نه يې روزنه شته او نه پيسې ورسره شته.»

د سکندر په نوم د اسماعیل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې دی په اونۍ کې دوه يا درې ځله د کبانو فارمونو ته ورځي او د کور لپاره يې ترې اخلي.

نوموړی وايي، له نورو ولایتونو څخه د راوړو کبانو په پرتله ځايي کبان اقتصادي او غوښه یې خوږه ده.

هغه وايي: «د دې پر ځای چې د بل هېواد نه کارتني ماهيان را انتقال شي ښه ده چې دغو فارمونو ته دولت پاملرنه وکړي، څو دا کاروبار بيخي زيات پرمختګ وکړي؛ د دې ماهيانو غوښه ډېره ښه او تازه ده او ډېره ګټوره ده.»

همداراز د خوست یوه اوسېدونکي کرامت خان بيا په دې اړه وويل: «موږ ملګري چې د هر وخت لپاره بنډار جوړوو نو دې ماهيانو پسې راځو، ځکه دا ډېر ښکلي ماهيان دي او غوښه يې ښه ده او زموږ ملګري يې ډېره خوښوي.»

بل پلو، د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د مالدارۍ برخې امر ډاکټر روښان پژواک اژانس ته وويل، له دوی سره ټول‌ټال د کبانو ۴۰ فارمونه ثبت دي چې ٣٣ يې فعال او ٧ يې غيرفعال دي.

نوموړي وويل، د غیرفعالو فارمونو د نه فعالیت یو لامل د مسلکي کسانو نه لرل دي او بل دا چې دغه فارمونه په غیرمعیاري ډول جوړ شوي وو.

هغه د فارم‌لرونکو ستونزې مني خو وايي، دوی وخت په وخت له مرستندويه بنسټونو او موسسو سره دغه ستونزې شريکې کړې او هڅه کوي چې د هغوی پام دې برخې ته را جلب کړي.

نوموړي زياته کړه: «مختلفو موسساتو ته موږ مکتوبونه لېږلي، غوښتنه مو کړې ده چې موږ د ماهيانو بخش کې مشکلات لرو، د خوراکې غوښتنه مو ورته کړې، نور وسايل چې د ماهيانو د روزنې په برخه کې ضرور دي د هغوی غوښتنه مو کړې ده، سږ کال د ډي‌اې‌ای موسسې هر فارم‌لرونکي ته ۹۴۵ کيلوګرام خوراکه ورکړه.»

ډاکټر روښان زياته کړه، کوم فارمونه چې ډېرې اوبه لري حاصل يې ښه دی، خو هغه چې اوبه يې کمې دي د سقوط پر لور روان دي.

د نوموړپه وينا، د معیار له مخې کبانو ته بايد دوه متره اوبه موجودې وي او تر هغې په کمو اوبو کې یې ژوند ناشونی وي.

Visits: 225

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.