ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 Mar 2023 - 17:02
خوست کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 Mar 2023 - 17:02

خوست ښار (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): خوست کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورونيو تر منځ شخړه په وسله واله نښته اوښتې چې په پایله کې یې له دواړو لورو يو کس وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوي دی.

د خوست د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د باک ولسوالۍ په «بډۍ» په سيمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، دوو کورنیو د ځمکې د ملکیت پر سر دعوه لرله چې لومړی یې لفظي شخړه کړې او وروسته یې پر یو او بل ډزې کړې دي.

دی وايي، د دواړو لورو تر منځ په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۶ کسان ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.