ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست اوسېدونکي د سون لرګیو د بېو له لوړېدو شکایت لري

د خوست اوسېدونکي د سون لرګیو د بېو له لوړېدو شکایت لري

author avatar
30 Jan 2023 - 13:15
د خوست اوسېدونکي د سون لرګیو د بېو له لوړېدو شکایت لري
author avatar
30 Jan 2023 - 13:15

خوست ښار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د خوست يو شمېر اوسېدونکي د سون لرګيو د بيو له لوړېدو شکايت کوي او وايي، د تېر کال په پرتله يې بيه له دوه برابره ډېره لوړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، تېر کال د یو خروار (۸۰ منه) وچ لرګیو بیه شاوخوا درې زره افغانۍ وه خو سږ کال ۷ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

د خوست ځیني اوسېدونکي وايي، د خراب اقتصادي وضعيت او بې‌روزګارۍ له امله د لرګيو پېرلو توان نه لري او اړ دي چې د ژمي دا سړې شپې او ورځې يخې تېرې کړي.

د حبيب په نوم د یاد ولايت يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، دوی تمه درلوده چې روان کال به د سون لرګي ارزانه وي، خو د تمې خلاف بيې یې دوه برابره لوړې شوې دي.

هغه وايي: «زه فکر نه کوم چې لرګي واخلم، ځکه لرګي قیمته دي؛ مخکې څلور زره کلدارې و او اوس اووه زره افغانۍ خروار دی. خلک لرګي، اوړه، وریجي نه شي اخیستلای، خلک ډېر غریب دي.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي رایل خان–چې د لرګیو پېرلو لپاره په ټالونو کې ګرځېده- پژواک ته وويل چې د نورو توکو په څېر د لرګيو بيې هم لوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، په اوسني خراب اقتصادي حالت کې هغه خلک چې د لومړنيو توکو پېرلو وس نه لري، اړ دي چې سږنی ژمی همداسې په سړه هوا کې تېر کړي.

نوموړی زياتوي: «هغه بله ورځ چې زه راغلی وم لرګي مې اخیستي وو، له باراني ورځې سره یې معلوم دېرش افغانۍ فرق کړی دی، غریب سړي لپاره ډېره سخته ده.»

بلخوا د لرګيو سوداګر هم مني چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د سون لرګيو بيې يو څه لوړې شوې دي.

د ميرزا ګل په نوم يوه سوداګر پژواک اژانس ته وويل، د لرګیو د بېو لوړېدو لوی لامل د حکومت له خوا د ځنګلونو پر وهلو بندیز دی.

هغه که څه هم د حکومت دا پرېکړه ښه بولي، خو وايي چې خلک له بې‌روزګارۍ په تنګ دي او حکومت ته په کار ده چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

نوموړی وايي: «لانده لرګي نه را پرېږدي، وچ لرګي موږ ته قیمت تمامېږي او خلک یې نه اخلي، په غرونو کې نشته. قومي خلک هم وايي چې ځنګل دې نه وهل کېږي او حکومت هم د ځنګل وهنې اجازه نه ورکوي.»

بلخوا د خوست امنيتي مسوولين بيا وايي چې د دغه ولايت د ځنګلونو ساتنې په موخه يې د «شنې قطعې» په نوم ځانګړی امنيتي ځواک رامنځته کړی دی.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک اژانس ته وويل، یادې قطعې ته دنده سپارل شوې چې هېچا ته د ځنګلونو وهنې اجازه ور نه کړي.

هغه وايي، یاده قطعه شپه او ورځ د دغه ولايت په ځنګلونو کې ګزمې کوي او خلک له ځنګله وهلو منع کوي.

نوموړي زياته کړه: «دا شنه قطعه ډېرې لاسته‌راوړنې لري، د عامه پوهاوي په خاطر يې سيمو ته ټيمونه لېږلي څو د غرونو او ځنګلو ساتنه وشي او له هرې لارې چې لازمه وي اجرات ترسره کوي.»

مستغفر ګربز له خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو خوندیتابه لپاره له یادې قطعې سره همکاري وکړي.

Visits: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.