Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د يوې زړې مرمۍ چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
سيمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو ۸۲۰ کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو وشوه او فراه کې پر سلو معیوبینو او معلولینو وېلچرونه ووېشل شول.
ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال وایي، د خپلو ماشومانو زدهکړو په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي چې حکومت دې ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
ننګرهار کې د شينوارو قوم د شپږو ولسواليو قومي مشران او ځوانان د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې له پاکستانه پر راستنېدونکو کډوالو خواړه او اوبه وېشي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير په مشرۍ د يو لوړپوړي پلاوي له لوري تورخم ته نږدې له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو د لنډمهالي مېشته کېدنې په موخه دوه پنډغالي جوړ شول.
د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د دغې خونې مرستيال په جلال اباد ښار کې د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوی دی.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د څلورنيم زره ښځو په ګډون ۱۱ زره کسانو ته د سواد زدهکړو زمينه برابره شوې ده.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې وسلهوالو کسانو د روداتو ولسوالۍ يو اوسېدونکی او پخوانی جهادي قوماندان وژلی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، دغه ولايت کې د همېشه بهار په نوم راډيو ټلويزيون ته چې د رسنيزې سرغړونې له امله يې نشرات تړل شوي وو، د خپرونو د بيا پيلېدو اجازه ورکړل شوه.
جلالاباد(پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې يوه ځايي اوسېدونکي خپله ورېره او يو کليوال هلک د نامشروع اړيکو په تور
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP