Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځايي مسوولین وایي چې د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ او د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په دوو ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې د بېلابېلو جرمنو په تور يې ۲۱ کسان نیولي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په اروزګان ولایت کې له زرو مالدارانو سره د حیواني خوړو مرسته وشوه.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د علماوو یوې شورا په تېرو نهو میاشتو کې د خلکو تر سلو ډېرې بېلابېلې شخړې حل کړې دي.
تېره شپه د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و خو له څاه تر را ایستلو وروسته یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د دې ادارې په مرسته ۲۲۰ غیرفعال ښوونځي بیا فعال شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار ولایت کې له ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او دغه راز په اروزګان او فراه ولایتونو کې له څه باندې ۱۴۰۰ کورنیو سره نغدې مرستې وشوې.
د اروزګان – کندهار ترمنځ پر لویه لار یو شمېر تلونکي مسافر او موټرچلوونکي وایي چې د دې لارې د یوې برخې رغنیزې چارې دې ګړندۍ شي خو سیمهییز مسوولین ډاډ ورکوي چې ژر به دغه چارې بشپړې شي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دهراوود او چورې ولسوالیو کې د نشهیي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چارچینو او چنارتو ولسوالیو کې یې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه او یو پټنځای کشف کړي او له منځه وړي دي.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ له رسنیو سره د معلوماتو د پر وخت شریکولو د ټینګار ترڅنګ امنیتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خبریالانو سره د کار پر مهال همکاري وکړي.
د اروزګان او فاریاب ولایتونو ځایي مسوولین وایي چې په بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن