Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو، مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دښمنۍ پای ته ورسېدې.
د اروزګان والي وایي، په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د کلدارو کاروونکي به نیول کېږي او د نورو مجرمینو په څېر به ورسره جدي چلند کېږي.
د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې له لس تر دوولس زره بستریز خدمتونه لري، په داسې حال کې چې تر ۴۵ زره بستریزو خدمتونو پورې اړتیا ده.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۵ روغتیایي مرکزونو ته د ودانیو جوړېدو چارې پيل شوې
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د غځېدلي «هلمند سیند» دواړو غاړو ته د پرتو ځینو سیمو خلک وايي چې پر دغه سیند دې پل جوړ شي څو دوی ته په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
د اروزګان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ په اوشي سیمه کې د ۱۰ میلیون افغانۍ په لګښت د یوه جامع جومات جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند په بلوڅي سیمه کې د محمدیه په نوم د یوه لومړني ښوونځي زدهکوونکي د ځای او ودانۍ نه شتون له امله په هدیره کې زدهکړې کوي.
اروزګان کې امنیتي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه.
د اروزګان ولایت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن د غږیزې ککړتیا مخنیوي او د موټرو تورو ښيښو پاکولو کمپاین پيل کړ.
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو له امله دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
د اروزګان ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په هراود ولسوالۍ کې یوه اته کلنه نجلۍ په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن