ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان دهراوود کې د علماوو یوې شورا د خلکو لسګونه بېلابېلې قضیې حل کړې دي

د اروزګان دهراوود کې د علماوو یوې شورا د خلکو لسګونه بېلابېلې قضیې حل کړې دي

author avatar
17 Dec 2023 - 15:18
د اروزګان دهراوود کې د علماوو یوې شورا د خلکو لسګونه بېلابېلې قضیې حل کړې دي
author avatar
17 Dec 2023 - 15:18

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د علماوو یوې شورا په تېرو نهو میاشتو کې د خلکو تر سلو ډېرې بېلابېلې شخړې حل کړې دي.

د علماوو یاده شورا له څه باندې یو کال راهیسې د اروزګان په هراوود کې د «فقهي مجلس» په نوم فعالیت لري او د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو ۵۰ دیني عالمان یې غړیتوب لري.

د یادې شورا یو غړی مولوي فضل‌‌محمد وایي چې دغه شورا په رضاکار ډول فعالیت لري او د اروزګان له بېلابېلو سیمو خلک د خپلو مسئلو د حل لپاره دې شورا ته مراجعه کوي.

فضل‌محمد وایي چې د یادې شورا غړي د شریعت او فقهې په رڼا کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي او شخړې یې ور هواروي.

هغه زیاتوي، یادې شورا په تېرو نهو میاشتو کې د خلکو ۱۱۰ بېلابېلې شخړې حل او فصل کړې چې په هغو کې حقوقي، د ځمکو د غصب، دښمنۍ او نورې بېلابېلې قضیې شاملې وې.

د یادې شورا یو بل غړی مولوي فقیرمحمد وایي، د دوی له خوا د فیصله شوو ۱۱۰ قضیو له ډلې د ۱۰۵ قضیو جانبینو قناعت کړی، خو د پاتې پنځه قضیې د ولسوالۍ محکمې ته راجع شوې دي.

هغه زیاته کړه: «خلک د یادې شورا له لوري پر ترسره شوو پرېکړو خوښ دي او دا د عام ولس د ستونزو د حل لپاره یوه اسانه لار ده.»

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد وایي، دیني عالمان د منکراتو مخنیوي، د ټولني د ثبات، ستونزو ته د رسېدو او د خلکو یووالي برخو کې خورا ستر مسوولیت لري.

هغه زیاته کړه، په تېرو نهو میاشتو کې د دیني عالمانو له خوا د یادې شورا له لوري څه باندې سلو قضیو ته رسېدنه د خلکو لپاره یو ستر خدمت دی.

هغه دغه راز وویل، د شریعت او فقهې په چوکاټ د دهراوود ولسوالۍ د دیني عالمانو له خوا د حل شوو قضیو عملي کېدو برخه کې ولایتي اداره ژمنه ده او له نورو دیني عالمانو یې هم وغوښتل چې له حکومت او دولتي ادارو سره په دې برخه کې همکار و اوسي.

Visits: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.