Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
اروزګان کې یو شمېر هغه کروندګر چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو خټکي او هندواڼې کرلي، له حکومته خپلو محصولاتو ته د بازار غوښتنه کوي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند خوندیتوب په موخه یې په دغه ولایت کې د ژورو څاګانو د سرونو پټولو او له هغو د دېوالونو راچاپېرولو لړۍ پیل کړې ده.
اروزګان کې د قانوني پلي کېدو لپاره د دولتي ادارو ګډه کمېټه جوړه شوه او نن یې فعالیت پیل کړ.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست، تېره ورځ اروزګان کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه دي روانې، بلکې لګښتونه یې له ولس څخه په راټولېدونکو مالیاتو پوره کېږي.
اروزګان ولایت کې د یوې غونډې ګډونوالو له حکومتي او غیرحکومتي ادارو وغوښتل چې ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي او د ګومارنې پرمهال د اړیکو پرځای وړتیا په پام کې ونیسي.
د اروزګان عامې روغتیا ریاست وایي، د روغتیا په برخه کې د دولتي او مرستندویه ادارو په ګډه هڅې روانې دي چې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته بشپړ روغتیایي خدماتو ورسوي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د دوولس لوبډلو ترمنځ د والیبال ۲۵ ورځنۍ سیالۍ نن د «مرکزي الف» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
تېره شپه د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې یوې کونډې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په بېلابېلو سیمو کې نن د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د یوه چکډیم په ګډون د څلورو پروژو چارې پيل شوې.
د اروزګان د یو شمېر ولسوالیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم په خپلو سیمو کې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره اړ دي ساعتونه مزل وکړي.
د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه یې د بېړنیو ناروغانو لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره د امبولانس خدمتونه پیل کړي دي.
د اروزګان پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د لومړۍ دورې محصلانو په لومړي ځل د ټکنالوژۍ برخه کې ۱۹ طرحه شوې پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن