Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان سیمهییز مسوولین وایي چې نن په دغه ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو د تفصیلي پلان عملي چارې پیل شوې.
اروزګان کې د ګلپري په نوم یوه بېوزلې مور چې د څلورو معلولو اولادونو سرپرستي ور له غاړې ده، د ژوند سختیو او اقتصادي ستونزو دومره ناتوانه کړې چې وايي، نور د اولادونو د ساتنې او پالنې توان نه لري او له خدایه مرګ غواړي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې پېښه کې د یوه کور شپږ غړي مړه شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د اروزګان – کندهار لویه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
اروزګان کې سیمهییز مسوولینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا زدهکړو له یوه مرکز څخه د لسګونو زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د وړیا زدهکړو خدمتونو لړۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته هم غځول کېږي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د یو کیلو واټ دولتي ډیزلي برېښنا بیه څه باندې ۴۰ افغانۍ ده چې دوی یې د پېرلو توان نهلري.
د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د یوې منځګړې شورا له لوري د دوو قومونو ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکې د ملکیت په سر ۳۶ کلنه ستونزه حل شوه.
د اروزګان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز ټرینکوټ ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د اروزګان د کرني ریاست مسوولین وایي، اوس په دغه ولایت کې کروندګرو د کوکنارو کرلو پر ځای د باغونو جوړولو ته مخه کړې چې تر دې مهاله یې پر څه باندې ۱۲۰۰ هکټاره ځمکه د انځرو باغونه جوړ کړي دي.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځهلس کالنه دښمني تېره ورځ د ځايي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حلوفصل شوه.
د اروزګان د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم مخابراتي خدمتونو ته په بشپړه توګه لاسرسی نه لري او زیاتوي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
سیمهییزمسوولین وایي چې په لوګر او اروزګان ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري زرګونو بېوزله کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې وېشل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP