Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې یې د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړې دي.
اروزګان کې د «هلوټرسټ» ماینپاکۍ موسسې پر کارکوونکو یوه پخواني ماین چادونه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
اروزګان کې د ښوونځيو د کمښت په تړاو د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) استازو ویلي چې په دغه ولایت ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي.
اروزګان کې د دولتي او خصوصي روغتیايي کارکوونکو د تحصیلي اسنادو ارزولو په موخه کمېټه جوړه شوې چې جعلي اسناد لرونکي کسان به پیدا او عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
اروزګان او سرپل کې د سېلابونو او توپان له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
د اروزګان د تخنیکي او مسلکی زدهکړو امریت له لوري د اسلامي امارت څه کم ۷۰۰ نظامیانو ته نن د ۱۸ میاشتنیو زدهکړو لړۍ پیل شوه.
اروزګان کې د ښوونځیو کمښت له امله څه باندې ۸۰ زره ماشومان له زدهکړو پاتې دي، او مسوولین د ښوونځیو جوړېدو لپاره له نړۍوالو مرستندویه ادارو د همکاري غوښتنه کوي.
د اروزګان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۷۰ دیني مدرسې او ښوونځي زیانمن شوي دي.
اروزګان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار درېیمه ناحیه کې د باران له امله د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې یو کس مړ شوی دی.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي، د وروستیو سېلابونو امله ویجاړې شوې ټولګټې پروژې دې بیاورغول شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سېلابځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه اروزګان ته تللی او ویلي یې دي په دغه ولایت کې یې د سیلابځپلو کورنیو ته یوه اندازه مرستې هم په پام کې نیولي دي.
ځايي مسوولین وايي، د اروزګان – کندهار او غور – فاریاب ولایتونو لویې لارې د سیلابونو راوتو له امله د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن