Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام په اړه چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان پرمختګ او ستونزو حل برخه کې مرسته کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر غور ولایت ته د سفر پر مهال له سېلابځپلو کورنیو سره لیدلي او له هغوی سره پر مرستې يې ټینګار کړی دی.
د ۲۰۲۴ کال، کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بنګلهدېش نیپال ته په ماتې ورکولو سره اتمه لوبډله شوه چې سوپر-۸ پړاو ته یې لار وموندله.
په کندهار کې د اسلامي امارت د رهبر شېخ هبتالله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو، هغه د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو پر له منځه وړلو او یووالي ټينګار وکړ.
د پژواک خبري اژانس مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه لوى اختر مبارکي وايي.
راپورونه ښيي چې یوه ناپېژنده بریدګر، چين کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په یوه پارک کې په چړو وهلي او روغتون کې بستر شوي دي.
د حماس غورځنګ په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند له پرېکړهلیک او له قید او شرط پرته د زندانیانو تبادلې د عملي کېدو هرکلی وکړ.
د راپورونو له مخې، د ایران په تهران ښار کې د ټایرونو تولید په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې په پایله کې ۵۰ کسان ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۱۵ غړو څوارلسو په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک ته مثبته خو روسیې ممتنع رایه ورکړې ده.
تېره اونۍ، پنځو سرپرست وزیرانو بهرني سفرونه لرل، م.م پر څلورو افغان چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړل، روسیې یو ځل بیا له ا.ا سره د اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او قزاقستان ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړ.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، که اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانګهای همکاریو له سازمان سره د افغانستان د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.
ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې کابل کې درې تنه د یو میليون ډالرو په ارزښت له پوځي مهماتو او د الوتکو پرزو سره نيولي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن