Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، په واشنګټن کې یې له ازبکستان چارواکو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو او په دې برخه کې پر حللارو خبرې کړې دي.
راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا په لکيمروت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوه افسر په ګډون اووه پاکستان پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، هېوادونه باید د ا.ا د هغو چارواکو د سفر لپاره اجازه واخلي چې د بندیزونو په نوملړ کې دي او د چارو یو شنونکی دغه چاره د یادو چارواکو د سفرونو لپاره نوښت بولي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي سره په لیدنه کې د وړو او منځنیو سوداګریو ملاتړ، د کار زمینې برابرولو او د صنعتي پارکونو ودې په اړه خبرې کړې دي.
د قرغیزستان د انرژۍ وزارت وایي چې راتلونکی ۲۰۲۵ میلادي کال له تاجکستان سره په ګډه د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته برېښنا غځوي.
کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک لومړی مرستیال وایي، بانکي خدمتونو ته د خلکو اسانه لاسرسي په موخه باید په بانکونو کې د
د افغانستان ا.ا د غزې پر رفح ښارګوټي د اسرائیلو بمبارۍ جنګي جنایت او ټولوژنه بولي او یو ځل بیا پر اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي چې د دغه ناورين مخه ونيسي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دغه هېواد کې افغان سفیر د ۵۴ هېوادونو د دیني مشرانو په کنفرانس کې ګډون وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د تاتارستان یو شمېر سوداګرو په افغانستان کې د نفت او ګازو د سروې، اکتشاف او استخراج برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس سره په ليدنه کې ویلي، د دې پروژې پلې کول نه یوازې د افغانستان، بلکې د درې واړو هېوادونو په ګټه دي او په افغانستان کې د پروژې د تطیبق پر وړاندې هيڅ خنډ نشته.
مالیې وزارت وایي، د کابل ښار په میرویس میدان (کوټهسنګي) سیمه کې د ۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP