ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر په اړه د امریکا غبرګون

متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر په اړه د امریکا غبرګون

author avatar
6 Jun 2024 - 11:25
متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر په اړه د امریکا غبرګون
author avatar
6 Jun 2024 - 11:25

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، هېوادونه باید د ا.ا د هغو چارواکو د سفر لپاره اجازه واخلي چې د بندیزونو په نوملړ کې دي او د چارو یو شنونکی دغه چاره د یادو چارواکو د سفرونو لپاره نوښت بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني وړمه ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د دغه هېواد له مشر محمد بن زاید النهیان او نورو چارواکو سره کتلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «زه غواړم ووایم، هغه هېوادونه چې د هغو طالبانو کوربه‌توب کوي چې د ملګرو ملتونو له لوري پرې بندیز لګول شوی، د دغه سازمان د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې له لایحې سره سم باید د یو مشخص بهیر په ترڅ کې د هغوی د سفر لپاره اجازه ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړې، دا مهمه ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دغه قوانین مراعات کړي.

د سیاسي چارو شنونکي ادریس ځاځي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا هم یو نوښت دی چې هېوادونه باید د اسلامي امارت د هغو مشرانو په اړه د سفر اجازه واخلي چې پرې بندیزونه لګول شوي دي.

هغه وویل چې له دې مخکې د اسلامي امارت هغو مشرانو چې بندیزونه پرې لګېدلي، هيڅ هېواد ته سفر نه شوای کولی.

د ده په خبره، دا اړینه ده چې د اسلامي امارت مشران سفرونه وکړي څو نړۍوالو ته خپل پيغام ورسوي او ناسم‌ پوهاوی له منځه یوسي.

Views: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.