Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې اسلامي امارت ته د ځنګلونو ساتنه او پالنه لومړیتوب لري او ولس هم باید په دغه برخه کې همکاري وکړي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ۵۰۰ ځوانانو ترمنځ د سيرت النبي (ص) سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لس کسان ټپيان شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د لومړي ځل لپاره د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې ښوونکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو صندوق پرانيستل شو.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او درېیو ولسوالیو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې شاوخوا ۱۶ سوه جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ برخو د پام وړ پرمختګ کړی او د تازه مېوې او سبزیو د صادرولو برخه کې ستونزې به هم هوارې شي.
لوګر کې د سوکوهنې فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي، کشفي او استخباراتي ځواکونو هغه ماشوم له انسانتښتوونکو ژغورلی چې درې میاشتې مخکې د دغه ولایت له مرکز پلعلم څخه ایران ته تښتول شوی و.
د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
په لوګر ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې په تېرو ۲۰ ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او ازرې ولسوالۍ کې څلور زره جریب د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن