Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو استنادي دېوال او یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرومایټ ډبرو د ۲۴ کانونو سروې بشپړه شوې او له داوطلبۍ وروسته به یې د استخراج چارې پيل شي.
د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي چې د اوبو مدیریت دوی ته لومړیتوب لري او له ګاونډيو هېوادونو سره د اړتیا پر بنسټ سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکول کېږي.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۶۰ کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي چې د ازرې سرحدي ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ولایت د مرستیال په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه.
د لوګر ولایت په مرکز کې د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې دوه اونۍ به دوام وکړي.
د احصايي او معلوماتو ملي ادارې مسوولین وایي، له څلورو لسیزو وروسته په لوګر ولایت کې د کلیو د تثبیت او د وګړو د سرشمېرنې سروې پيل شوه.
د لوګر سیمهییز چارواکي وايي، د ازرې ولسوالۍ خلکو ته یې د لسو ورځو لپاره اجازه ورکړې چې د خپلې سیمې غرني او وچ لرګي راټول او د پلور لپاره یې بازار ته وړاندې کړي.
د چین هېواد د اېمسيسي شرکت مسوولین وايي چې په لوګر ولایت کې د چین او افغانستان ګډ بازار جوړېږي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د دغه ولایت د یو شمېر فرهنګیانو په هڅو په مرکز پلعلم کې د لومړي ځل لپاره د «ګوهري» په نوم ادبي بهیر پرانیستل شو.
د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو ودانۍ بیاورغول شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP