Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کوچیانو غونډه؛ د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کچې پر لوړولو ټینګار وشو

پل‌علم (پژواک،۲۲غبرګولی ۱۴۰۴): لوګر کې د هېواد د اتو ولایتونو د سلګونه کوچیانو په ګډون په یوه ولسي غونډه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره د خلکو د عامه پوهاوي کچې پر لوړولو او ځوانانو ته د زده‌کړو زمینې پر برابرولو ټینګار وشو.

د لوګرپه کوربه‌توب د کابل، پکتیا، خوست، میدان‌وردګ، بامیان، غزني او ننګرهار ولایتونو سلګونه کوچیان د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په موخه په یوه لویه ولسي غونډه کې سره راټول شوي وو.

دغه غونډه کې دیني عالم قاري دولت خان مدني وویل، ناوړه دودونو د کوچیانو په ژوند هم ناوړه اغیزې کړې دي او اړتیا ده چې په ټول هېواد کې کوچیان د ا.ا د مشرتابه له ورستۍ ګڼه فرمان څخه چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په پار یې صادر کړی، ملاتړ وکړي.

ده زیاته کړه، په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره باید د ولس د عامه پوهاوی کچه لوړه شي او ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

بلخوا، قومي مشر حاجي سالم جان نعیم‌زوی وویل، کوچیان په ټول هېواد کې د ناوړه دودونو مخنیوي برخه کې له شته نظام څخه ملاتړ کوي خو اړتیا ده چې ا.ا د هطواد په کچه د کوچیانو د سرپناه، روغتیا، پوهنې، کرنې، څړځایونو او حقوقي شخړو برخه کې شته ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، لوګر کې د هېواد په کچه د ناوړه دودونو د مخنیوي او یووالي په موخه د کوچیانو د لویې ولسي غونډې جوړطدل یوه لویه لاسته راوړنه ده او باید ورته غونډې د هېواد په نورو ولایتونو او زونونو کې هم جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشرتابه په دې وروستیو کې په هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه ماده‌ییز فرمان صادر کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.