Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د والیبال «اختریز جام» سیالۍ د اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

پل‌علم (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): لوګر کې ورزشي مسوولین وایي، د والیبال «اختریز جام» سیالۍ چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د واليبال فدراسیون له لوري د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په «سرخ اب» سیمه کې د ولایت په کچه د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د لوګر د اتلانو او میرزاخېلو لوبډلو لاره موندلې وه چې د لوګر اتلانو لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او اختریز جام سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

هغه وایي، دغه سیالۍ د واليبال لوبې ته د ودې ورکولو، د ځوانانو ترمنځ د غوره همغږۍ رامنځته کېدو، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او همدارنګه د لوی اختر د ښه لمانځل کېدو په موخه ترسره شوې.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د والیبال اختریز جام سیالیو غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شوې.

بلخوا، د یادو سیالیو یوه ګډون‌وال احمدخان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ولایت په کچه د ورزشکارانو ترمنځ ښې او مسلکي اړیکې رامنځته کړي.

نوموړي د واليبال فدراسیون پر مسوولینو غږ وکړ چې د لوګر د واليبال لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه او د لوبو معیاري لوبغالي جوړ کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.