Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کرکټ پسرلي جام سیالۍ د «سفېدسنګ» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

پل‌علم (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۴): د لوګر کرکټ امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ د «سفېدسنګ» کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د کرکټ امریت امر حشمت‌الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ دغه شل اووریزې رسمي سیالۍ دوه اونۍ مخکې د لوګر ولایت د کرکټ امریت له لوري د «پسرلي جام» په نوم پیل شوې وي چې نن پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو پای لوبې ته د سفېدسنګ او فلاح کرکټ لوبډلو لاره موندلې وه چې سفېدسنګ کرکټ لوبډلې وکولای شول خپلې سیالۍ لوبډلې ته د پنځو منډو په توپیر ماته ورکړي او د پسرلي جام اتلولي په خپل نوم کړي.

نوموړي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېدو څخه موخه د لوګر ولایت په کچه کرکټ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږۍ رامنځته کول وو.

ده وویل، هڅه کوي چې ورته سیالۍ د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې هم جوړې کړي.

بلخوا، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي احمدخان پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي او د ورزشکارانو ظرفیت کچه لوړه کړي.

هغه د لوګر کرکټ امریت څخه وغوښتل چې د ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې تر څنګ، د معیاري میدانونو او تجهیزاتو برابرولو لپاره هم هڅې زیاتې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.