Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل – ګردیز پر لویه لار د څلورو ترافیکو پېښو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
په لوګر ولایت کې د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو اووه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې پوهنې وزارت تازه د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ۱۵ ښوونځيو او د درېیو دیني مدرسو ودانۍ بیارغوي.
د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې نویو فارغ شوو محصلینو ته کاري فرصتونه برابروي او ترڅنګ یې د دغه ولایت د لوړو زدهکړو په موسسه کې دوه نوي پوهنځي هم جوړېږي.
د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځو روغتیايي مرکزونو ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۶ لویې او وړې شخړې هوارې شوې دي.
د لوګر په مرکز پُلعلم کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او د پروان په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ورته یوې بلې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو په کچه د کانګفو ورزشي سیالۍ د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د لوګر ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت اته رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ جریب فصلونه ویجاړ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن