Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر د اقتصاد ریاست وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
لوګر ولایت کې د ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د کرنې او مالدارۍ برخو کې ۳۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسه کې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت وایي، د سوکوهنې عمومي فدراسیون له لوري په مرکز پلعلم کې د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د سوکوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالۍ په شاه مزار سیمه کې د یوه ښوونځي او دیني مدرسې غصب شوې ۴۰ جریبه ځمکه بېرته را وګرځول شوه.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته وړیا ښوونیز پروګرام پيل شو.
په لوګر ولایت کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال پیل شوې سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر په کوربهتوب د شمال او جنوب ختیځو نهو ولایتونو د قومي مشرانو ترمنځ د یووالي او اتحاد تر نوم لاندې غونډه جوړه شوه.
په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو استنادي دېوال او یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرومایټ ډبرو د ۲۴ کانونو سروې بشپړه شوې او له داوطلبۍ وروسته به یې د استخراج چارې پيل شي.
د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP