د افغانستان حکومت د نا امنيو په اړه د نړيوالې ټولنې اعلاميه ستایلې ده خو طالبانو یې له حقیقته لرې بولي.
اروپايي ټولنې، د ناټو سازمان او په کابل کې مېشتو يو شمېر سفارتونو ويلي چې د افغانستان د وروستيو هدفي وژنو تر شا د وسله والو طالبانو لاس دى.
د دولت د مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزى وايي چې د افغانستان علماء د نړيوالو علماوو په شتون کې د روان جنګ نه مشروعيت ثابتولى شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دسعودي عربستان له زندانونو څخه ٩٨ افغانان خوشې او هېواد ته را ولېږدول شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
لومړی تعقیب- کابل (پژواک، ۱١ سلواغه ۹۹): د کابل پولیس وایي، د دغه ښار په څلورمه او پنځمه ناحیو کې په دوو جلا چاودنو کې
کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي چې موقت حکومت د پرديو مداخلو لپاره د دايمي
د روڼوالي نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي چې افغانستان له اداري فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړى او د تېر کال په پرتله درې درجې ښه شوى دى.
ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونيسف د پوليو څانګې د مشر د وتلو حکم کړى دى.
د ملي دفاع وزارت وایي چې په بغلان کې کومانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات کړی او د ۲۰ ملکي وګړو په ګډون یې ۳۲ کسان ترې راخوشي کړي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن تاييد کړې چې د افغان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد به خپل ماموريت ته دوام ورکوي.
د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د ۹ او ۱۲ ناحیو اړوند په دوو جلا چاودنو کې د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي