ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له فساد سره مبارزې نړيواله درجه بندۍ کې اته درجې پورته تللى

افغانستان له فساد سره مبارزې نړيواله درجه بندۍ کې اته درجې پورته تللى

author avatar
28 Jan 2021 - 15:50
افغانستان له فساد سره مبارزې نړيواله درجه بندۍ کې اته درجې پورته تللى
author avatar
28 Jan 2021 - 15:50

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٩) : د روڼوالي نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي چې افغانستان له اداري فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړى او د تېر کال په پرتله درې درجې ښه شوى دى.

خو هم مهاله دغه سازمان ويلي چې له کرونا سره مبارزه کې په افغانستان کې د پام وړ فساد شوى دى.

د روڼوالي يا شفافيت نړيوال سازمان نن (د سلواغې ٩مه) خپل کلنى راپور خور کړى چې افغانستان له ١٨٠ هېوادونو ١٦٥تم مقام خپل کړى دى.

دا راپور ښيي چې افغانستان په ۲۰۱۹ کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۳ ځای درلود خو په ۲۰۲۰ کې یې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره ۱۶۵تم ځای کې خپل کړی دی.

افغانستان د نړیوال شفافیت سازمان د ۲۰۱۹ کال په سروې کې ۱۶ امتیازه درلودل او له ۲۰۱۲ څخه تر اوسه د دغه هېواد ټول امتیازونه ۱۱ ته رسېږي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان له فساد سره مبارزې په برخه کې د پام وړ حقوقي اصلاحات او بنسټونه رامنځته کړي او په دې وروستیو کې یې د فساد ضد د نوي کمېسیون جوړولو خبر هم ورکړی دی.

د يادونې ده، افغانستان له دې مخکې د نړۍ لومړى، دويم او درېيم مفسد اعلان شوى و.

د نړیوال شفافیت سازمان په راپور کې سومالیا او جنوبي سوډان د ۱۲- ۱۲ او سوریه د ۱۴ امتیازونو په درلودو سره د نړۍ تر ټولو فاسد هېوادونه پېژندل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نیوزیلنډ او ډنمارک د ۸۸ – ۸۸ او فنلند د ۸۵ امتیازونو په درلودو سره د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه شمېرل شوي دي.

دغه هېوادونه له تېرو درېیو کلونو راهیسې د نړیوال شفافیت سازمان د لېست په سر کې ځای لري.

د امریکا متحده ایالتونو چې په ۲۰۱۹ کې ۶۹ امتیازونه درلودل، په ۲۰۲۰ کې د ۷۱ امتیازونو په ترلاسه کولو سره له ۲۳ مقام څخه ۲۱ ته پرمختګ کړی دی.

د نړیوال شفافیت سازمان په هېوادونو کې د فساد کچې ته په پاملرنې له صفر څخه تر ۱۰۰ امتیازه هېوادونو ته ورکوي.

د دغه سازمان موندنو پر اساس، په نړۍ کې هېڅ هېواد له فساده پاک نه دی او په ټولو هېوادونو کې په مختلفو کچو کې شته دی.

بلخوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې د روڼتیا بین المللي سازمان (Transparency International) د ۲۰۲۰ کال د راپور پر بنسټ، افغانستان اداري فساد سره د مبارزې بین المللي درجه بندۍ  (CPI) کې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د تېر کال په پرتله، اته درجې صعود کړی دی.

سرچينې زياته کړې، د دغه راپور پر بنسټ د هیواد په عدلي او قضايي دستګاه کې اصلاحات، اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون ایجاد او فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت نور فعالیتونه  د افغانستان د مقام د ښه کېدو  لامل شوي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، محمداشرف غني د ټولو هغو بنسټونو چې فساد ضد مبارزه کې یې جدي عمل کړی او په بین المللي سطحه د افغانستان د باور د لوړوالي لامل شوي، قدرداني کوي.

ولسمشر ټولو دولتي ادارو او ارګانونو ته نوې لارښوونه کړې، د هغه مکلفیت پر بنسټ چې د افغان ولس پر وړاندې  یې لري فساد ضد مبارزه کې له بین المللي ټولنې سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د تعهداتو په رڼا کې جدي او غوڅ ګامونه واخلي او باید پوه شي چې په دې برخه کې هیڅ راز لټي او غفلت د منلو نه دی.

Visits: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.