کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٩) : اروپايي ټولنې، د ناټو سازمان او په کابل کې مېشتو يو شمېر سفارتونو ويلي چې د افغانستان د وروستيو هدفي وژنو تر شا د وسله والو طالبانو لاس دى.
خو وسله والو طالبانو تر دې مخکې دا ډول ادعاوې رد کړې دي او په خپله يې ادعا کړې چې د دې ترشا د استخباراتو لاس دى.
په کابل کې د اروپايي ټولنې، ناټو امريکا، استراليا، کاناډا، چک جمهوريت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، هالنډ،اسپانيا، سويډن، انګلستان ، جرمني او ايټاليا هېوادونو له خوا په يوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، ټول ترورونه، سړي تښتونې، د بنسټيزو زېربناوو ويجاړول چې زيان يې نېغ په نېغه ولس ته رسېږي، په کلکه غندي.
سرچينې زياته کړې، دوى د روان تاوتريخوالي، مدني، قضايي، رسنيزې، مذهبي، روغتيايي، دولتي ملکي استازي، چې د يو سوله ييز او هوسا افغانستان لپاره اړين دي، متوجه دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، وسله وال طالبان د هدفي وژنو د ډېرو پېښو مسووليت پر غاړه لري او د دوى دا ډول بريدونه دولتي ادارې کمزورې او ديوه نا امنه چاپيرال له رامنځته کېدو سره مرسته کوي.
د سرچينې په وينا، د نا امنه چاپيريال رامنځته کېدو سره ترهګرې او جنايتکاره ډلې کولى شي په ازاده توګه فعاليتونه ترسره کړي.
په ګډه خبرپاڼه کې له افغان دولت څخه غوښتل شوي چې د دغو بريدونو په تړاو په شفافه توګه څېړنې وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، هغه کسان چې د افغانستان د خلکو په وړاندې تاوتريخوالى ترسره کوي، پېژندل کېږي او محاکمه کېږي.
سرچينې زياته کړې چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د زېربناوو په جوړولوکې پراخې مرستې او پانګونه کړې دي او د طالبانو له خوا د دغو زېربناوو ړنګول په کلکه غندي.
اروپايي ټولنې، ناټو او دغو هېوادونو په خپلې ګډې خبرپاڼه کې ويلي چې افغانان له تېرو څو لسيزو جګړو څخه کړيږي او د دغو زېربناوو ړنګولو سره چې د کرونا له امله ډېر ځپل شوي، نور يې هم ژوند له ګواښونو او زيانونو سره مخ کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( طالبان بايد پوه شي چې د دوى دغه ډول کړنې نړۍ په غوسه کوي،که سوله په افغانستان کې ټينګيږي، دغه تاوتريخوالى بايد پاى ومومي.))
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې نړيواله ټولنه د هغه چا ترڅنګ دريږي چې ديوې سياسي هوکړې له لارې د جګړې پاى ته رسولو ته ژمن دي، سوله د يوداسې هېواد تضمين وړاندې کوي چې ځواکمن، يو موټى او ديموکراتيک وي او له خپلو ګاونډيانو سره سوله ييزې اړيکې ولري، د بشر حقونو پرمختيا او د تېرو ١٩ کلونو اقتصادي لاسته راوړنو ساتنه وکړي.
سرچينې زياته کړې : (( موږ تمه لرو چې طالبان تاوتريخوالى، د حياتي زېربناوو ويجاړولو ته د پاى ټکي په ايښودلو او سولې ته په ژمنتيا سره، د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه خپل ملاتړ وښيي.))
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن