ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: موقت حکومت د پرديو مداخلو لپاره د دايمي فرصت معنا لري

محب: موقت حکومت د پرديو مداخلو لپاره د دايمي فرصت معنا لري

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي چې

موقت حکومت د پرديو مداخلو لپاره د دايمي فرصت معنا لري.

نوموړي  دغه څرګندونې د سلواغې په ١١مه، په خپله ټويټر پاڼه کې د طالبانو له خوا د ولسمشر د استعفى او نوي حکومت جوړېدو د غوښتنې په غبرګون کې کړې دي.

د طالبانو دقطر دفتر مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزى چې له يوه پلاوي سره روسيې ته تللى پرون يې په مسکو کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل چې که اشرف غني استعفى ورکړي او نوى حکومت جوړ شي، دوى ورسره سوله کوي.

خو د ولسمشر سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، هغوی چې د سولې له خبرو سره يې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخيستی، اوس دې پر دې پوه شي چې ملت د ولسواکۍ پر ارزښت او د نظام پر اهميت پوهېدلی.

هغه زياته کړې : (( نور په هېواد کې د هېڅ پردۍ اجنډا تطبيق ته موقع نشته، موقت حکومت د پرديو مداخلو لپاره د دايمي فرصت معنا لري.

د محب په وينا، که طالبانو ولسي بنسټ، ديني مشروعيت او کورنی تصميم لرلی، د سولې بين الافغاني مذاکره به يې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله.

بلخوا د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس شميم خان کټوازى وايي، افغانان به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د مرکچي پلاوو د توافق پر ځای، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د ګډوډولو لپاره په پرديو پلازمېنو کې طرحه شوې نسخې راواردې کړي.

هغه د طالبانو د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، ولسمشر اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره ټول هغه کارونه ترسره کړل، چې دغې ډلې د خپلې نامشروع جګړې ودرولو لپاره د شرايطو په ډول وړاندې کړي وو.

کټوازى وايي، جګړه ځپلي ولس تمه لرله چې وسله وال طالبان به له امريکايي لوري سره تر پخلاينې وروسته د دوحې د تړون له محتوا او د سولې پروسې له روحيې سره سم جګړه ودروي، خو برعکس دغې ډلې د افغانانو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات کړ.

د نوموړي په وينا، د سولې په خاطر يې خوشي شوي په زرګونه وسله وال جګړې ته ستانه او پر بهرنيو استخباراتي سازمانونو سربېره يې د القاعدې په ګډون له نړيوالو ترهګرو شبکو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړ.

Visits: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.